د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات له والي سره وکتل

mew-admin
Sat, Aug 26 2023 4:35 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هرات له والي محترم شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په هرات ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیايي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات والي ته ډاډ ورکړ، چې په هرات ولایت کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

User account menu