د غور پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس او د آکان هیواد او دانیال جاوید شرکت رئیس د غور ولایت د مرغاب ولسوالي د برېښنا بند پروژې له ساحې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Tue, Aug 29 2023 10:00 AM
1

د غور پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج ملا رحمت الله اماني او د آکان هیواد او دانیال جاوید شرکت رئیس انجنیر شعیب کریمي د غور ولایت د مرغاب ولسوالي د برېښنا بند د جوړولو له تثبیت شوې ساحې څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې د غور پورتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس د مرغاب ولسوالي له مسئولینو او مخورو سره د نوموړې پروژې د پلي کولو په برخه کې د خلکو د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ددې سفر موخه د نوموړې پروژې د ساحې څېړنه او د لومړني لګښت برآورد وو.

User account menu