د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست له لوري د اوبو له سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه د عامه پوهاي سمینار ترسره شو
دغه سمینار د پکتیا مرستیال والي محترم شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح او د پکتیا پوهنتون د یو شمېر استادانو په ګډون ترسره شو.
په دغه سمینار کې ښاغلي فاتح له اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې او له ضایع کېدو څخه یې د مخنیوي په هکله خبرې وکړې او له موسسو څخه يې و غوښتل چې د اوبو د مدیریت په برخه کې ورسره همکاري کړي. هغه له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د اوبو او چاپېریال په ساتنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي، ترڅو د کړکیچ د رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.
همدارنګه په دغه سمینار کې د پکتیا مرستیال والي وویل چې د اوبو بې ځایه استعمال اسراف دی او د مخنیوي لپاره یې باید یو منظم میکانیزم جوړ شي.
په ورته مهال، د پکتیا پوهنتون استاد محترم سید میر آغا معنوي هم په دغه سمینار کې د اوبو سرچینو د ساتنې، د اوبو د سطحي د ټیټوالي، له اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د اوبو د مدیریت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
