د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پنج آمو له عمومي سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د سیند د غاړو د تحکیماتو رئیس محترم مولوي سیدغلام مشواڼي یې ملتیا کوله، د پنج آمو له عمومي سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه او له کارمندانو او راغلیو ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره وکتل.
په ورته مهال، د یادې عمومي سیندیزې حوزې مسؤولینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.
په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې عمومي سیندیزې حوزې د مسؤولینو، راغلیو مخورو سپین ږېرو او قومي مشرانو د اوبو او برېښنا، چیک ډیمونو، سربندونو او کانالونو اړوند وړاندیزونه، غوښتنې او مشکلات واوریدل او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د دوی ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ، او همدارنګه یې د یادې سیندیزې حوزې مسؤولینو ته د هغوی د ورځنیو مسؤولیتونو په أړه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
په پای کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه او رسنیو ته أړین معلومات وړاندې کړل.
