د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پنج آمو له عمومي سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۵:۱۴
۱

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر  محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د سیند د غاړو د تحکیماتو رئیس محترم مولوي سیدغلام مشواڼي یې ملتیا کوله، د پنج آمو  له عمومي سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه او له کارمندانو  او راغلیو ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو سره وکتل.

په ورته مهال، د یادې عمومي سیندیزې حوزې مسؤولینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته وویل.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر د یادې عمومي سیندیزې حوزې د مسؤولینو، راغلیو مخورو سپین ږېرو او قومي مشرانو د اوبو او برېښنا، چیک ډیمونو، سربندونو او کانالونو اړوند وړاندیزونه، غوښتنې او مشکلات واوریدل او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د دوی ستونزو او غوښتنو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ، او همدارنګه یې د یادې سیندیزې حوزې مسؤولینو ته د هغوی د ورځنیو مسؤولیتونو په أړه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

په پای کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه  او رسنیو ته أړین معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu