کنړ ولایت کې د دوو چکډمونو د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Mon, Mar 18 2024 9:41 AM
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کنړ ولایت په وټه پور او اسمار ولسوالیو کې د قمچې ناوو او ډمبرو چکډمونو د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو چکډمونو د بیارغونې چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د سرکاڼو ولسوالي اړوند د باروګۍ چکډم سیمه د بیارغونې په موخه قراردادي شرکت ته وسپارله.

User account menu