کنړ ولایت کې د قمچي ناو چکډم د جوړیدو چارې 82 سلنه بشپړې شوې دي
د اوبو او او انرژي وزارت او د کنړ سیندیزې فرعي حوزې ګډ تخنیکي ټیم او د وټه پور ولسوالي مسئولینو د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالي اړوند د قمچي ناو چکډم د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت، د بست کراون ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر چتر لاندې جوړیږي، چې 82 سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.