کنړ ولایت کې د دوو چکډمونو د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

mew-admin
Mon, May 06 2024 3:22 PM
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکی ټیم د یاد ولایت په څوکۍ او خاص کنړ ولسوالیو کې د ګرى کال او حکيم آباد چکډمونو د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو چکډمونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت، د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د ګری کال چکډم د جوړولو چارې 78 سلنه او د حکیم آباد چکډم د جوړولو چارې 91 سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu