بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستې تر څنګ د بندونو، سربندونو او کانالونو د بیارغونې په هکله خبرې اترې وشوې

mew-admin
Sun, May 12 2024 3:25 PM
1

د همدې موخې لپاره د بغلان په ولایت مقام کې د بغلان مرستیال والي محترم الحاج مولوي احمدالله مبارک تر مشري لاندې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم حافظ مولوي محب الله عادل او د اقتصاد، عامي روغتیا او پیښو په وړاندې د مبارزې د رئیسانو او داخلي او بهرنیو مؤسسو د استازو په شتون کې ناسته ترسره شوه.

په دغه بیړنۍ ناسته کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې تر څنګ د ویجاړو شویو بندونو، سربندونو، کانالونو او اوبو لګولو سیستمونو د بیارغونې په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه.

User account menu