د اوبو او انررژي سرپرست وزیر په شتون کې په غزنی ولایت کې لس چکډمونه ګټې اخیستلو ته وسپارل شول.
د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په غزنی ولایت کې د امارتي مسئولینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت لخوا د نژدې څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي لس چکډمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
یاد چکډمونه چې د باران او واورې د اوبو د زیرمه کولو،د سیلابونو د تخریب د مخنیوي، فصلونو د خړوبولو او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړ شوي دي؛ د سیمې خلکو د وزارت له دغۀ نوښت او خدمت څخه خوښي وښوده. دغه راز د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له دې وړاندې د غزنی ولایت له والي محترم حافظ محمد امین جان عمري او مرستیال والي محترم مولوي رحیم الله محمود سره د یوې ناستې په ترڅ کې په غزني ولایت کې د اوبو او انرژي د روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې، محترم وزیر صاحب دوی ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې په یاد ولایت کې لا زیاتې پروژې پلي کړي.