د فاریاب ولایت ځینو مشرانو ته د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه د همکاري ډاډ ورکړ شو

mew-admin
Wed, Jun 12 2024 9:56 AM
1

د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د میمنې ښار له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ښار مشرانو د اوبو د کموالي ستونزې د نوموړې حوزې له رئيس سره شریکې کړې او دغې ستونزې ته یې درسیدګي غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړې حوزې رئيس د میمنې ښار مشرانو ته د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu