پکتیا ولایت کې د ۹ هایدرومیتیورولوژي سټیشنونو حفظ او مراقبت ترسره شو
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو په پکتیا ولایت کې د ۹ هایدرومیتیورولوژي سټیشنونو حفظ او مراقبت ترسره او د جون میاشتې ډيټا را ټوله او د اوبو رسوبات یې واخیستل.
همدارنګه د نوموړې حوزې مسؤلینو د پکتیا ولایت په زرمت، روحاني بابا،سیدکرم، مرزکې او څمکنیو ولسوالیو او مرکز ګردیز کې د ۱۷ سیمو سروې او د اوبو ډېټا د غوړینو نباتاتو د کښت په موخه راټوله کړه .
