سمنګان ولایت کې د اسپند سای بند د بیا رغونې چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Sun, Jun 30 2024 12:16 PM
1

د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي محب الله عادل او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د سمنګان ولایت په شهر قدیم سیمه کې د اسپند سای بند د بیارغونې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د نوموړي بند د چارو په بشپړېدو سره به سل زره متره مکعب اوبه ذخیره او د اوبو په برخه کې به د سیمې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د نوموړې بند د بیارغونې چارې چې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت  د یوه سوداګر له بودجې څخه پرمخ وړل کېږي، ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu