ارزګان ولایت کې د لبلان کانال د جوړولو لپاره سیمه ګټونکي شرکت ته وسپارل شوه
د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د یوه پنځه کسیز پلاوي له لوري د لبلان کانال سیمه هغه د جوړولو لپاره ګټونکي شرکت ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړې کانال ځینې برخې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله په بشپړه توګه ویجاړې شوې او د جوړولو چارې یې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ یو وړل شي.