د یوه افغان او روسي شرکت مسؤلینو د کندهار ولایت د لوري بند له سیمې څخه د نوموړي بند د سروې او تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه  لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Jul 24 2024 12:09 PM
1

د ارغنداب  سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا سید محمد شرافت په مشري د دغه ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د افغان- جرمن باختر شرکت او د روسیې هېواد د اوبو او انرژي انسټیټوټ مسؤلینو  د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لوري بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د نوموړو شرکتونو مسؤلینو د لوري بند د سروې او تخنیکي مطالعاتو د ژر تر ژره پيل په موخه لېوالتیا څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د نوموړو شرکتونو مسؤلینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیرمحترم الحاج ملا عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې د لوري بند په پروژه کې پانګونې او د نوموړي بند د سروې، تخنیکي مطالعاتو او ډیزاین لپاره چمتووالی څرګند کړی وو.

User account menu