کنړ ولایت کې د مومندو ناو او څاوونو ناو چکډمونه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

mew-admin
Tue, Jul 30 2024 12:24 PM
1

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کنړ ولایت په مرورې او دانګام ولسوالیو کې د مومندو ناو او څاوونو ناو چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو چکډمونو چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پرمخ وړل کېږي ، ۸۰ او ۷۰ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu