د انرژي معینیت تخنیکي ټیم د برېښنا انرژي د تولید د دستګاه د نصبولو د لومړنۍ سروې د ترسره کولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت تخنیکي ټیم د برېښنا انرژي د تولید د دستګاه د نصبولو د لومړنۍ سروې د ترسره کولو په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ او د غوربند- چاریکار د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم انجنیر مجیب الرحمن حبیبي سره یې وکتل.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس د انرژي معیینت له تخنیکي ټیم سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.