د سمنګان ولایت د آب کلې بند له سیمې څخه لیدنه وشوه
د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل او ورسره مل تخینکي ټیم د سمنګان ولایت د خرم- سارباغ ولسوالي ته د آب کلې بند له سیمې څخه د لېدنې او د سیلابونو د تاوانونو د ارزونې په موخه سفر وکړ.
همدارنګه، د نوموړې حوزې رئيس د خرم- سارباغ له ولسوال محترم دا ملا عبدالوکیل حقیار سره لېدنه وکړه او د ولسوالي په کچه یې د اوبو د وېش ستونزو او ننګونو ، د اوبېزو بنسټونو د تاسیساتو او سیلابونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او وروسته یې د آب کلې بند له سیمې څخه لېدنه وکړه.
د نوموړې حوزې رئيس د آب کلې بند له سیمې څخه د لېدنې پر مهال د هغه د ارزښت په هکله خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې د دغه بند د ډیزاین د چارو د پیل په موخه ډېرې هڅې روانې دي، چې په جوړولو سره به یې د سیلابي اوبو د ذخیره کولو، د برېښنا د تولید او کارموندنې ترڅنګ د سیلابونو د تاوانونو مخه هم ونیول شي.