د سمنګان ولایت د آب کلې بند له سیمې څخه لیدنه وشوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۳۸
1

د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل او ورسره مل تخینکي ټیم د سمنګان ولایت د خرم- سارباغ ولسوالي ته د آب کلې بند له سیمې څخه د لېدنې او د سیلابونو د تاوانونو د ارزونې په موخه سفر وکړ.

همدارنګه، د نوموړې حوزې رئيس د خرم- سارباغ له ولسوال محترم دا ملا عبدالوکیل حقیار سره لېدنه وکړه او د ولسوالي په کچه یې د اوبو د وېش ستونزو او ننګونو ، د اوبېزو بنسټونو د تاسیساتو او سیلابونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او وروسته یې د آب کلې بند له سیمې څخه لېدنه وکړه.

د نوموړې حوزې رئيس د آب کلې بند له سیمې څخه د لېدنې پر مهال د هغه د ارزښت په هکله خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې د دغه بند د ډیزاین د چارو د پیل په موخه ډېرې هڅې روانې دي، چې په جوړولو سره به یې د سیلابي اوبو د ذخیره کولو، د برېښنا د تولید او کارموندنې ترڅنګ د سیلابونو  د تاوانونو مخه هم ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

بیرته تګ

User account menu