د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروان له مرستیال والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پروان له مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د دواړو لورو ترمنځ په پروان ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه، چې د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر له لوري د پروان مرستیال والي ته ډاډ ورکړ شو چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژې پلي شي.