ارزګان ولایت کې د درې کانالونو د پاکاري او د کانالونو د ویجاړشوو برخو د بیارغونې چارې د ۳۰۰ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د سڼهان، ککرک او سجاول کانالونو او د کانالونو د ویجاړشوو برخو د بیارغونې چارې د ۳۰۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د ارزګان د مرستیال والي، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د رئيس او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
د نوموړو پروژو چارې د آی، سي،آر، سي په مالي لګښت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د نوموړو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به زیاته اندازه ځمکې خړوبې او د ځمکې لاندې اوبه پياوړي شي.