د پکتیکا مرستیال والي او ورسره مل پلاوي د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر بنسټ د یاد ولایت پنځه سرحدي ولسوالیو ته سفر وکړ

MEW-Media
Sat, Sep 21 2024 9:15 AM
1

 

د پکتیکا مرستیال والي محترم الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د ګومل سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت ګومل، نعمت آباد، شکین، برمل او ګیان ولسوالیو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر بنسټ د روغتیا، ښوونې، اوبو، سړکونو، استنادي دېوالونو او بندونو د ستونزو د هوارولو په موخه سفر وکړ.

نوموړي پلاوي د یادو ولسوالیو د خلکو ستونزې په غور سره واورېدلې او ډاډ یې ورکړ، چې شته ستونزې به مو د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې د یوه منظم پلان پر بنسټ هوارې کړې.

User account menu