د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, Sep 24 2024 2:33 PM
1

یاده ناسته د پایدارې انرژي عمومي رئیس او د انرژي معینیت د غونډو سرپرست محترم مولوي عزیزالله "سهار" تر ریاست لاندې او د دغه معینیت رئیسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د انرژي معینیت د غونډو سرپرست له لوري د چارو ترسره کولو د چټکتیا او انسجام په هکله اړینې سپارښتنې وشوې، همدارنګه د خوست ولایت په روغتون کې د (یو ان ډي پي) لخوا د سولري سیستم د نصبولو او ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي لین د استملاک پروژې د موضوع د ستونزو د حل په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د ناستې په دوام کې رئیسانو او مسؤولینو د نوموړو موضوعاتو په اړه خپل معلومات او اندونه څرګند کړه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه اړین تصامیم ونیول شول.

 

User account menu