لوګر ولایت کې د خدر کانال د بیارغونې چارې 80 سلنه پرمخ تللي دي
د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل اخندزاده او ورسره مل تخنيکي ټيم د خدر کانال د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
ښاغلي اخندزاده د نوموړي کانال د چارو د کیفیت او غوره پرمخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د یادولو وړ ده چې دغه پروژه یوه عام المنفعه پروژه ده او چارې یې 80 سلنه پرمخ تللي دي.