د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتونو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ
د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم حاجي دولت خان حقیار او ور سره مل تخنیکي ټيم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او د کندهار له مرستیال والي سره وکتل او د کندهار ولایت د برېښنا انرژي د اوسني وضعیت او په دې برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په هکله بحث وکړ او په کندهار ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د درې فعالو شرکتونو د فعالیتونو پر څارنې باندې ټینګار وکړ.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې د درې شرکتونو فعالیتونه تر څېړنې لاندې ونیول او په کندهار ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې شل فعاله شرکتونه وپېژندل.