غور ولایت کې د اوبولګولو ۸ پروژو او د اوبو د ګټې اخیستونکو د ۵ ټولنو سروې ترسره شوه
د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د غور ولایت په تیورې او پسابند ولسوالیو کې د خیرانک کلي چکډم، د زې نوروز کلي د څنډو ټینګښت، د پشتکران کلي د چینې، د سرخ دېوال کلي چکډم، د غارک کلي سربند، د هوباتو کلي د چینې ټینګښت، د تورمې کلي او یمه ګګ بازار د کلي چکډم د پروژو تخنیکي سروې ترسره کړه.
همدارنګه، د نوموړې ریاست مسؤلینو په نوموړو ولسوالیو کې د اوبو د ګټې اخیستونکو د ۵ ټولنو سروې هم ترسره کړه.
