د غور ولایت د ولایتي انرژي کمېټې په غونډه کې په دغه ولایت د انرژي کاري پلان او د انرژي د وړاندیز شوو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه
دغه غونډه د غور ولایت د اوبو او انرژي رئيس او د ولایتي انرژي کمېټې د رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د دغې کمېټې د غړو ادارو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې، د انرژي د ارزښت، د انرژي کاري پلان او په غور ولایت کې د انرژي وړاندیز شوو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د پروژو د لوړیتوببندي او ټاکلو په اړه اړین تصمیمونه ونیول شول.