بغلان ولایت کې د دوو استنادي دېوالونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Sun, Dec 29 2024 3:09 PM
1

د بغلان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې  د لقیو استنادي دېوال او د آب‌قول کانال د پرچاوې او استنادي دېوال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د آب‌قول کانال د پرچاوې او استنادي دېوال د چارو په بشپړېدو سره به ۲۵ زره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړو پروژو چارې د یو.این. ډي. پي دفتر په مالي لګښت د بغلان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

User account menu