بدخشان ولایت کې د سنګ مهر کانال د پاکاري په هکله د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Jan 08 2025 10:07 AM
1

دغه ناسته د بدخشان ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي صبغت الله قانع تر مشري لاندې د شلتر فار لایف دفتر د مسؤل محترم انجنیر صلاح الدین عابدي او د نوموړي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د نوموړي دفتر مسؤل د نوموړي کانال د پاکاري په هکله خپل چمتووالي څرګندکړاو زیاته یې کړه، چې د دغه کانال د پاکاري لپاره ۷۰ کارګرو ته د درې میاشتو لپاره اړتیا ده، چې هر کارګر ته به د میاشتې ۶۴۰۰ افغانۍ ورکړل شي.

User account menu