د بودجې د مصرف د څرنګوالي او د اوبو پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ ارزولو میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د مخکنیو غونډو په دوام، دغه ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، د تدارکاتو رئيس، مالي رئيس او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په بهیر کې، رئیسانو هر یوه په خپلو وار سره د خپلو ریاستونو اړوندو فعالیتونو په ځانګړې توګه د اوبو بېلابېلو پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ ، د پراختیایي بودجې د مصرف د څرنګوالي او د پروژو د تدارکاتي پروسو د پرمختګ په هکله معلومات وړاندې کړل.
د اوبو محترم معین د رئيسانو د راپورونو تر ارزولو وروسته، د پروژو د پرمختګ وضعیت د پراختیایي بودجې او د وزارت کلني پلانونو ته په کتو و ارزول او د چارو د چټکوالي په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړې.