د پنج آمو حوزوي عمومي رئیس د کندز ولایت د کلباد ولسوالي د شهروان عمومي کانال څخه لیدنه وکړه
د پنج آمو حوزوي عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز ولایت د کلباد ولسوالي د شهروان عمومي کانال او سربند څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حاجي حکمت ځايي اوسېدونکو ته د نوموړي کانال په هکله د لازمو لارښوونو او سپارښتنو سربېره زیاته کړه چې اوبه یوه حیاتي ماده ده او باید په ښه توګه سپما شي او موږ د نوموړي کانال لپاره پرمختللي پلانونه لرو تر څو خلک ترې په عصري توګه ګټه واخلي.