په اوبو او انرژي وزارت کې چې مرکزي رئیسانو ته ۶ ورځنۍ ښوونیزه ځانګړې برنامه پیل شوې وه، په پای غونډه کې یې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې

د دغې برنامې پای غونډه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د اوبو او انرژي سکټورونو ټولو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر یو ځل بیا ټولنې ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې زده کړه او د لا زیاتې پوهې ترلاسه کول اړین او د ارزښت وړ وبلل، د نوموړې برنامې په لاره اچوونکو او ګډونوالو څخه یې قدردانې وکړه.
د غونډې په پای کې د دغې ښوونیزې برنامې تصدیق پاڼې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب لخوا مرکزي رئیسانو ته ورکړل شوې.