زابل ولایت کې د عمري د اوبو او برېښنا د تولید بند کاسه له اوبو ډکه شوه

د وروستیو بارانونو د اورېدو له کبله د لومړي ځل لپاره زابل ولایت کې د عمري د اوبو او برېښنا د تولید بند کاسه له اوبو ډکه او پرچاو سوه.
نوموړی بند د 2.9 میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ، 61 کیلو واټه برېښنا د تولید او د 560 هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
دغه بند د اوبو د مدیریت، د سیلابونو ګواښونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې رغنده رول لري.