کندهار ولایت کې د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

mew-admin
Wed, Mar 05 2025 11:53 AM
1

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالي په کاریزک کلي کې د ۱۵۰ متره په اوږدوالي سره د یوه  استنادي دېوال جوړولو چارې چې د ۱ میلیون، ۴۶۵ زره، ۹ سوه او ۴۴ افغانیو په لګښت پيل شوې وي، په چټکۍ سره روانې دي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي ترڅنګ د اوبو د لېږد په برخه کې د نوموړي کلي د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شي.

په دغه پروژه کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتوې، او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu