د نغلو لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه رسما د اوبو او انرژي وزارت ته وسپارل شوه

mew-admin
Wed, Mar 19 2025 12:41 PM
1

د کابل ولایت د سروبي ولسوالي لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې ودانیزې او د برېښنا چارې یې د قراردادي شرکت له لوري د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې او کنټرول لاندې پرمخ وړل کېدې او څه موده وړاندې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، رسما د اوبو او انرژي وزارت په استازیتوب د دغه وزارت د پایدارې انرژي عمومي ریاست ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې عملیاتي چارې به له دې وروسته د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي ریاست له لوري مخته وړل کيږي.

User account menu