کندز ولایت کې د آمو سیند د څنډو د ټینګښت یوه پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
Sun, Mar 23 2025 11:00 AM
1

د سیندیزو غاړو د ټینګښت رئيس مولوي سید غلام مشواڼی د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي په اېسکي کلي کې د آمو سیند د څنډو د ټینګښت یوه پروژه پرانیستله.

نوموړې پروژه د اېسکي کلي د ځمکو او سیند د ويجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه جوړېږي او د ۴۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره د دغه ریاست او ځایي اوسېدونکو په ملاتړ پلي کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړې پروژې څخه مخکې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي په اېسکي کلي کې د آمو سیند څنډو د جغل اچونې د ټینګښت چارې بشپړې شوې دي.

User account menu