د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د لغمان پوهنتون لس تنه زده کړیالانو یو میاشتنی انټرنشیپ پای ته ورسېد

mew-admin
Wed, May 14 2025 4:20 PM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لس تنو زده کړیالانو یو میاشتني انټرنشیپ دوره پای ته ورسېده او د دغې دورې د پای مراسم د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او د لغمان پوهنتون د استاد محترم اسدالله احمدزي په شتون کې ترسره شوه.

د نوموړي ریاست مسؤلینو د نوموړي پوهنتون زده کړیالانو ته د مالي او اداري، محاسبې، تدارکاتو او خدمتونو په برخه کې یو میاشت مخکې د  انټرنشیپ دوره پيل کړې وه، او نن پای ته ورسېده.

د دغو مراسمو په پای کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس او نورو مسؤلینو له لوري د نوموړي پوهنتون زده کړیالانو ته تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د یوه ځانګړي هوکړه لیک له مخې هر کال د لغمان پوهنتون د اقتصاد او انجنیري پوهځنیو زده کړیالانو ته په اړوندو برخو کې  د انټرنشیپ زمینه چمتو کوي.

User account menu