د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د ټرانسپورټ او هوایي چلند په وزارت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
Tue, May 20 2025 3:55 PM
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر فردین هاشمي د انرژي مثمریت متخصص، انجینرعبدالحسیب صفدر د انرژي مثمریت د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي مثمریت اقتصادي کارپوه ، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي سرچینو د ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له‌خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

Latest news

Wed, Sep 30 2026 10:37 AM
Background image

Technical studies, survey and design works for the water transfer project from Sayad to Kabul city have been inaugurated

16/4/1448 AH corresponding to 7/7/1405

 SHBased on the order of His Excellency the Amir al-Mu’minin (may Allah protect him and care for him), the Ministry of Water and Energy has. . .

Tue, Aug 04 2026 4:21 PM
Background image

Ministry of Water and Energy Signs an agreement with Japan’s PMS Organization for the Implementation of Several Water Development Projects

20/2/1448 AH According to 13/5/1405 SH

Honorable Mullah Mohammad Younus Akhundzada, Minister of Water and Energy, signed an agreement with representative of Japan’s PMS Organization. . .

Mon, Jul 27 2026 3:12 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of the 500 kV Arghandi Substation Project

Date: 5/5/1405 (Solar Hijri) | 12/2/1448 (Lunar Hijri)

The Minister of Water and Energy, His Excellency Hajj Mullah Mohammad Yunus Akhunzada, closely inspected and reviewed the. . .

BACK TO NEWS

User account menu