غزني ولایت کې د یوه برېښنا بند جوړولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره شوه

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ناور ولسوالي کې د جرغې برجکي تنها قشلاق برېښنا بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه او توپوګرافي سروې ترسره کړه.
د نوموړي بند په جوړېدو سره به کابو یو میګاوات برېښنا تولید او کرنیزې ځمکې هم خړوبې شي.