د کندز ولایت یو شمېر قومي مشرانو د اوبو په برخه کې خپلې ستونزې د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس سره شریکې کړې

mew-admin
Tue, Jun 03 2025 3:20 PM
1

ّد پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز ولایت د دشت ارچې له ولسوال محترم مولوي عصمت الله اسامه او د نوموړې ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو د اوبو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي حاجي حکمت سره شریک  او ورته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس د نوموړې ولسوالي له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د اوبو په برخه کې به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشی.

User account menu