د هرات د اوبو او انرژي ریاست کې د اوبیزو سرچینو د حریم او بستر ټاکلو په موخه ناسته ترسره شوه
د سیند د حریم او بستر ټاکلو لومړۍ ناسته د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د ولایتي کمېټې د غړو په شتون کې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ او د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو کمېسیون د مصوبې پر بنسټ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د هرات د اوبو او انرژي رئيس د سیندونو د حریم او بستر ساتنې او د نوموړو سرچینو د ککړتیا د مخنیوي په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د ناستې غړو د نوموړې موضوع په تړاو د قوانینو، مقررو او د اړوندو ادارو د مسؤلیتونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او اړین تصمیمونه ونیول شول.