لغمان ولایت کې د کړاهو کانال اړوند د بېلابېلو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Thu, Aug 07 2025 10:12 AM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټيم د دغه ولایت د مرکز اړوند د کړاهو کانال د دوه فرعي کانالونو او یو سوپر پسېج د جوړولو تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړي کانال دوه فرعي کانالونه چې هر یو د ۴۰۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۱۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او همدارنګه یو سوپر پسېج به هم جوړ شي.

د یادولو وړ ده چې د کړاهو کانال د ۳ کیلومټره اوږدوالي په درلودلو سره ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.

User account menu