د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د سیندونو د حریم او بستر ټاکلو په موخه لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سیندونو د حریم او بستر ټاکلو لومړنۍ ناسته د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس الحاج مولوي محي الدین مبارز تر مشري لاندې د ولایتي کمېټې د غړو په شتون کې د امیر المومنین حفظه الله د حکم او د اقتصادي چارو کمېسیون د مصوبې پر بنسټ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئيس د سیندونو د حریم او بستر د ارزښت او له ککړتیا څخه د نوموړو سرچینو د مخنیوي په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او د کمېټې غړو د قوانینو، مقررو او د اړوندو ادارو د مسؤلیتونو سره سم د نوموړې موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او اړین تصمیمونه ونیول شول.