دایکندي ولایت کې د برېښنا تولید د دريو پروژو لومړۍ او امکان سنجي سروې ترسره شوه

د مرکز(بامیان) د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالي کې د دشتک کلي د اوبیزې برېښنا دستګاه لومړۍ سروې د هغه د بیا رغونې او بیاجوړونې په موخه ترسره کړه.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د دایکندي ولایت د خدیر او شهرستان ولسوالیو په شلغم او شنیه کلیو کې د برېښنا تولید د دوو اوبیزو او لمریزو پروژو د امکان سنجي سروې هم ترسره کړه.