د بغلان ولایت د کیله‌ګي د اوبو ذخیروي بند د جیوتکنیکل سروې د پیل په موخه خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
Tue, Sep 16 2025 10:53 AM
1

د بغلان د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد عمر انس د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي پلاوي سره وکتل او د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي اړوند د کیله‌ګي د اوبو ذخیروي بند د جیوتکنیکل سروې د پيل او اړوند قراردادي شرکت ته د چارو د سپارلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي انس په دغه ناسته کې د وزارت پلاوي او د نوموړي بند قراردادي شرکت ته د همکاري او همغږي ډاډ ورکړ.

User account menu