د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر د بنګلهدېش هېواد د علماوو او پانګوالو له یوې ډلې سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن، یکشنبه( د ۱۴۰۴ هـ. ل کال د وږي ۳۰) د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د بنګلهدېش هېواد د علماوو او پانګوالو له یوې ډلې سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د بېلابېلو دیني، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت د زیار او هڅو له برکته، نن په افغانستان کې شرعي نظام حاکم، عدالت او روڼتیا تامین او د اقتصادي ودې لپاره زمینه چمتو شوې ده. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو څخه تر اوسه پورې په هېواد کې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارزښتناک اقدامات تره شوي چې د افغانستان د ملت لپاره مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.
ښاغلي منصور د انرژي د تولید په برخه کې د افغانستان د پراخو وړتیاوو او سرچینو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې او د اسلامي امارت مسؤلین هم د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې چمتو کړې دي.
د دغې لېدنې په دوام کې، د بنګلهدېش هېواد علماوو او پانګوالو د اسلامي امارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د اقتصادي او پانګونې په برخو کې پر هر اړخیزې همکاري باندې ټینګار وکړ.
دغه لیدنه په صمیمانه فضا کې د خیر دعا په ویلو، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ښو اړیکو د پياوړتیا او په هېواد کې د اسلامي نظام د لا پياوړتیا په غوښتولو سره پای ته ورسېده.