د اوبو او انرژي وزیر د ارزګان ولایت له مشرانو سره د آغاجان بند او په هغه ولایت کې د نورو پراختیایي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د ارزګان ولایت له مشرانو سره په داسې حال کې چې محترم حمزه صاحب د امنیې قوماندان او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت استازی محترم ملا عبدالله هم شتون درلود، وکتل.
په دغه لیدنه کې، په ارزګان ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په ځانګړې توګه د شفلوغ او آغاجان بندونو د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د ارزګان ولایت مشرانو د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري مقام سره شریک کړل او د آغاجان بند د جوړولو پروژې د پيل غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شفلوغ بند چارې په ښه توګه روانې دي او د آغاجان بند د ودانۍ عملي چارې به هم د تخنیکي مطالعاتو له ترسره کېدو وروسته، شته امکاناتو ته په کتو سره د دغه وزارت له لوري پیل شي.
