د اوبو او انرژي وزیر د حفاظ کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

MEW-Media
Sat, Oct 11 2025 8:24 AM
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبدالطیف منصور او د حج اوقافو وزارت معين محترم الحاج مولوي عارف الله عارف د پکتيا ولایت ،زرمت ولسوالي د دارالايتام خاتم الانبياء د حفاظ کرامو په فراغت او د دارالايتام د زده کوونکو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د نتایجو د اعلان په غونډه کې چې د یادې ولسوالي مسئولینو ،علمأ کرامو ،قومي مخورو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو پکې ګډون کړی وو، وینا وکړه.

ښاغلي  وزير صاحب د قرآن کريم د حفظ او ديني علومو د فضيلت ،اهميت او ضرورت په هکله د ديني رواياتو په استناد مفصله وينا وکړه او علماء کرام ،حافظان او زده کوونکي یې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل ،دغه راز محترم وزیر صاحب د خاتم الانبیاء دارالايتام د استادانو هڅې او خدمتونه وستایل او دوی ته يې د الله ج څخه د لا زیاتو بریاوو غوښتنه وکړه.

غونډه د اسلامي نظام د ټینګښت ، دوام  او د هيواد د ابادي او سوکالي په دعا سره پای ته ورسېده .

 

User account menu