فاریاب ولایت کې د څلورو کانالونو د جوړونې او پاکاري پروژه د څه باندې ۱۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

MEW-Media
Sun, Oct 19 2025 2:35 PM
1

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې د قره شیخي، خواجه سبز پوش، جانقرې او جر کلا د کانالونو د جوړونې او پاکاري پروژه د ۱۵۳ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړو کانالونو جوړونه او پاکاري د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د سیلابونو د شوني تاوانونو د مخنیوي او د اوبو د بهیر په موخه ترسره شوه.

نوموړې پروژه د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې تطبیق شوه.

 

User account menu