لوګر ولایت کې د برکي برک د سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

MEW-Media
Wed, Oct 22 2025 10:04 AM
۱

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د برکي برک سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په نوموړې پروژه کې چې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې، چارې یې د یو، این، ایف،اي، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.    

User account menu